د عمر شیرین زاده آیوډین لرونکي مالګې د تولید او پروسس شرکت په کابل کې د اتاق د مشرتابه له خوا پرانیستل شو

د عمر شیرین زاده آیوډین لرونکي مالګې د تولید او پروسس شرکت په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ستر سلاکار، د اقتصاد وزارت معین، د چارو ادارې پانګونې رئیس، د ننګرهار اتاق رئیس ښاغلي ګل مراد عرب، د هېواد سوداګرو او پانګوالو، د حکومت لوړ پوړو چارواکو او کورنیو رسنیو استازو په ګډون پرانیستل شو.

ښاغلي مهمند د ورته تولیدي فابریکو جوړول د کارموندنې، اقتصادي ودې او د هېواد پر ځان بسیاینې برخه کې مهم وګڼل او د کورنیو تولیداتو په کیفیت، تولیدي ظرفیت، مناسب قیمت او معیاري کولو یې ټینګار وکړ.

د سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال د کورنیو پانګوالو پر لا زیاتې پانګونې او د بهرنۍ پانګونې پر راجلبولو ټینګار وکړ او د پاکستان په کراچۍ بندر کې یې د سوداګریزو توکو د خلاصون په برخه کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي الکوزي د عمر شیرین زاده شرکت د پرانیستلو مبارکي ورکړه او دا یې د هېواد د اقتصادي ودې په لور یو ګام وباله. هغه د پاکستان له خوا د ځینو سوداګریزو توکو بندول د نړیوالو ترانزیتي قوانینو خلاف وبلل او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او کارولو په برخه کې یې د خپلې ژمنې ډاډ ورکړ.

د اقتصاد وزارت مرستیال د عمر شیرین زاده د آیوډین دارې مالګې د پروسس د فابریکې پرانیستل د کورنیو تولیداتو په برخه کې د ځان بسیاینې په لور یو ګام وباله او له کورنیو تولیداتو یې په استفادې ټینګار وکړ.

محترم امان الله شيرين زاده د ياد شوي شرکت په اړه معلومات ورکړل او زیاته يې کړه "دغه شرکت له څه باندې څلويښتو کلونو راهيسې په پاکستان کې فعاليت کوي او په هېواد کې د امنيت په ټينګښت او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ په هیواد کې د 5 ملیون ډالرو پانګونې سره تاسیس کړ." هغه د باکيفيته مالګې د توليد او د هېواد ټولو سيمو ته د لېږلو ډاډ ورکړ او د حکومت له مشرتابه يې وغوښتل چې د کورنيو صنايعو او توليداتو ملاتړ وکړي.

سه شنبه، لړم ۲مه، ۱۴۰۲