په افغانستان کې د ترکیې د سفارت له نوي شارژدافیر سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي تعارفي ناسته

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د مدیره پلاوي دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي او محمد داود یوسفزي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي په افغانستان کې د ترکیې د سفارت له نوي شارژدافیر ښاغلي سینک اونال سره د ترکيې په سفارت کې لیدنه ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او ګډو پانګونو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند او د اتاق مشرتابه پلاوي نورو غړو په افغانستان کې د ترکیې د سفارت نوي شارژدافیر ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په تړاو، په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو، د پاکستان په کراچې بندر کې د افغان سوداګرو د شته ټرانزیټي ستونزو او د دوه اړخیزو ګټو پر یو لړ موضوعاتو خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او ترکيې سفارت او اتاق ترمنځ په لا زیاتې همکارۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي سینیک اونال د ترکیې سفارت ته د اتاق د مشرتابه د ورتګ هرکلی کولو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا او د ګډو پانګونو يې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ټیټه ده او د زیاتوالو لپاره يې باید هڅې وشي.
نوموړي د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ ګډې ناستې د سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره مهمې وبللې او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

دوشنبه، لړم۱، ۱۴۰۲