د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي همغږۍ کوونکي او ټیم سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د مدیره پلاوي دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي او محمد داود یوسفزي او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي همغږۍ کوونکي ښاغلي فریدون سینیرلي اوغلو او ټیم سره يې د ترکيې په سفارت کې لیدنه ترسره او د خصوصي سکتور د شته ستونزو او ننګونو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي فریدون سینیرلیي اوغلو په افغانستان کې د خپل او د خپل ملګري ټیم د څلور میاشتني پاتې کیدو او په ځانګړې توګه د خصوصي سکتور د شته ستونزو د څیړلو یادونه وکړه چې ملګرو ملتونو ته يې تری بشپړ راپور جوړ کړی دی او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه يې وغوښتل يې چې د خصوصي سکتور ستونزې ورسره شریکې څو د حل برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړی شي.  

ښاغلي مهمند د هېواد د خصوصي سکتور او سوداګرو د شته ستونزو په ځانګړي ډول د پاکستان د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي ستونزو، د چاه بهار بندر نه د ګټې اخیستو او په دی لاره کې د شته ستونزو، بانکي ستونزو او د هېواد څخه بهر د سوداګرو د پیسو لیږد برخه کې شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او د ملګرو ملتونو څخه د یادو ستونزو حل برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دوشنبه، لړم ۱، ۱۴۰۲