د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان له جنرال قونسل سره آنلاین ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې د نړیوالو اړیکو او صادراتو د پراختیا څانګې مسؤلینو هم حضور درلود، د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان له جنرال قونسلې آغلې ذکیه وردګ او د هندوستان له نومتو سوداګرو هر یو ښاغلي راجا توکار او ښاغلي چینتان دوشي سره آنلاین ناسته ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې ګډو فرصتونو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

آغلې وردک له افغان سوداګرو سره د ګډو پانګونو په برخه کې د هندي سوداګرو او پانګوالو د هڅونې او دغه راز د سیمې هېوادونو ته د وچې مېوې په ځانګړي ډول د افغان شیرین بویه د صادراتو په برخه کې د هندي سوداګرو د پانګونې یادونه وکړه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست څخه يې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي هوتک په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو یادونه وکړه او په افغانستان کې یې د پانګونې لپاره د هند د سوداګرو د هڅونې په برخه کې د افغانستان د قونسلګرۍ هڅې وستایلې او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو غونډو په جوړولو کې يې د اتاق د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

سه شنبه، لړم ۲مه، ۱۴۰۲