د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د نادر پښتون سړک هټیوالو اتحادیې له غړو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق د عامل پلاوی سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي په حضور کې د خیرخواه او اتفاق مارکیټونو د اتحاديې له رئیس ښاغلي محمد مختار شریفي سره لیدنه ترسره او د یادو مارکیټونو د چارو بشپړیدو او په پخوانیو اورلګیدنو کې زیانمنو شویو هټیوالو ته يې د ویش په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلی شریفي د هېواد د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو په حل کې د اتاق د دوامداره همکارۍ او د سن سکای شرکت له خوا د خیرخواه د لوی کمپلکس جوړولو پروژې ستاینه وکړه او د سوداګرو او هټیوالو لپاره د ډاډمن کاري چاپېریال په رامنځته کولو او زیانمنو هټیوالو او سوداګرو ته يې د دوکانونو په سپارلو ټینګار وکړ.   

ښاغلي مهمند ښاغلي شریفي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د خصوصي سکتور ملاتړې وباله او د سن اسکای ودانیز شرکت او دولت ترمنځ د شوي تړون په تطبیق او زیانمنو سوداګرو او هټیوالو ته د یادو دوکانونو په سپارلو يې ټینګار وکړ.

دوشنبه، لړم ۱، ۱۴۰۲