د حکومت اقتصادي معاونیت له لوري د نفتي توکو د کیفیت کنټرول په موخه په جوړه شوې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ګډون وکړ

د نفتي توکو د کيفيت د کنټرول او په دې برخه کې د ستونزو د هواري په موخه د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت له لوري ګډه غونډه جوړه شوه، چې په کې د دولت لوړ پوړو چارواکو، د سکتوري وزارتونو مشرتابه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي ګډون وکړ.  

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال په تيرو دوو کلونو کې دهېواد دسوداګرو او پانګوالو اقتصادي فعاليتونه مهم وبلل او ددغه سکتور د سوداګرو له خوا يې دبا کيفيته تيلو او ګازو په واردولو ټينګار وکړ.  .

ښاغلي مایل احمدي په هېواد کې د سوداګرو او پانګوالو لپاره د مناسب کاري چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې د دولتي چارواکو هڅې وستایلې او د تېلو او ګازو د کیفیت د کنټرول، مالیاتو، د شرکتونو د کارونې نوم او معیاري تصفیه خانو نشتوالی يې د سوداګرو عمده ستونزې وبللې او د هېواد ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال څخه يې په یادو برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

پنجشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۴۰۲