د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ترکيې د (T&A) ګروپ اف کمپنیز سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خانجان الکوزي او د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي د ترکيې هېواد د (T&A) ګروپ اف کمپنیز مدیره پلاوي له غړي ښاغلي حسین ګنای سره لیدنه ترسره او د ګډو پانګونو او سوداګرۍ پراختیا په اړه يې خبرې اترې وکړې.  

ښاغلي ګنای په ترکیه او یو شمیر افریقايي او اسیایي هیوادونو کې د (T&A) د شرکتونو د فعالیتونو او پانګونې په اړه معلومات وړاندې کړل او د کانونو او تولیداتو په برخو کې په ځانګړې توګه د لبنیاتو د پروسس په برخه کې یې د یادې ادارې د ګډې پانګونې په اړه خوښي څرګنده کړه. نوموړي په دې برخه کې له یادې ادارې سره د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي الکوزي ښاغلي حسین ګنای او د هغه ټیم ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د ترکیې له هېواد او خلکو سره د افغانانو د اوږدمهاله او تاریخي اړیکو او همدارنګه یې د دواړو هېوادونو د سوداګرو د ګډو پانګونو په اړه خبرې وکړې اود  سوداګرۍ پراختیا، ګډې پانګونې، د ټرانزیټي ستونزو پر حل او افغان سوداګرو لپاره د ویزې د ورکړې اسانتیاوو په رامنځته کولو يې ټینګار وکړ. نوموړي د سوداګریزو اړیکو غښتلتیا او ګډون پانګونو برخه کې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي عارفي اتاق د یوې خپلواکې ادارې په توګه یاد کړ او له اړوندو ادارو سره یې د سوداګریزو اړیکو او ګډې پانګونې د پراختیا په موخه د اتاق د تخنیکي همکارۍ چمتووالی څرګند کړ.

دوشنبه، تلې ۲۴مه، ۱۴۰۲