د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست د دیيک سازمان بهرنیو اړیکو له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د عامل پلاوي د نړیوالو اړیکو مسؤل ښاغلي امید غفورزي په حضور کې د دییک سازمان بهرنیو اړیکو له رئیس ښاغلي مصطفی ایرول سره لیدنه ترسره او په هېواد کې يې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي عارفي د ترکیې سوداګریز پلاوي د راتګ هرکلی وکړ او ترکیه یې دوست او د ګډو دیني او کلتوري ارزښتونو لرونکی هیواد وباله.
نوموړي په هېواد کې د پانګونې په برخه کې شته فرصتونه تشریح کړل او په بېلابېلو برخو کې یې د ترکیې د سوداګرو د ګډې پانګونې د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي مصطفی ایرول په افغانستان کې د لویو پروژو د تطبیق لپاره د عمومي شرایطو له برابرولو څخه خوښي څرګنده کړه او د روغتیا، کرنې، انرژۍ او مخابراتو په برخو کې یې خپل پلانونه له ښاغلي عارفي سره شریک کړل.
نوموړي په یادو برخو کې د لویو پروژو د تطبیق لپاره د شرایطو د رامنځته کولو په موخه د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دوشنبه، تلې ۲۴مه، ۱۴۰۲