د هرات د زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپلو سره د فیض محمد ناصري مارکیټ د سوداګرو او هټیوالو مرسته

سوداګرو، هټیوالو او د مرحوم فیض محمد خان ناصري مارکیټ څښتن ښاغلي عبدالله د هرات ولایت د وروستۍ زلزلې د قربانیانو سره د غمشریکۍ په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ذکریا بریالي په حضور کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې له لسو زرو څخه د زیاتو نارینه، ښځینه او طفلانه ژمنۍ جامې راټولې او هرات ولایت ته يې واستولې.

ښاغلي ذکریا بریالي د فیض محمد خان ناصري مارکیټ د هټیوالو او سوداګرو د بشري مرستو د ستایلو په ترڅ کې د هرات ولایت د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د هېواد د خصوصي سکتور مرستې مهمې وبللې او د هېواد له ټولو سوداګرو او پانګوالو يې وغوښتل چې د هرات ولایت زلزله ځپلو سره د بشردوستانه مرستو په ترسره کولو کې خپل اړین رول ولوبوي.

دوشنبه، تلې ۲۴مه، ۱۴۰۲