د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ایران – افغانستان سوداګریز مرکز سره د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سیمې هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا، کورنیو تولیداتو معرفت او د صادراتو زیاتوالي په موخه د ایران – افغانستان سوداګریز مرکز سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

ددی هوکړه لیک پربنسټ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د ایران – افغانستان سوداګریز مرکز به د ګډو نندارتونونو جوړولو، په دی نندارتونونو کې د افغانستان او ایران تولیداتو پیژندګلوۍ، د دواړو هېوادونو سوداګرو ترمنځ د ګډو ناستو برابرولو او د ګډون پانګونو لپاره د دواړو هېوادونو پانګوالو هڅولو برخه کې یو د بل سره همکاري کوي.

دغه هوکړه لیک د اتاق عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال او سرپرست ښاغلي محمد انور عارفي او د ایران – افغانستان سوداګریز مرکز رئیسې آغلې سمانه عبدالحی راضي په واسطه د اتاق په مرکزي دفتر کې لاسلیک شو.

دوشنبه، تلې ۲۴مه، ۱۴۰۲