د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د UNDP اقتصادي پروګرامونو له مسؤل سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان او د عامل پلاوي تخنیکي او پالیسۍ مرستیال او سرپرست ښاغلي محمد انور عارفي هم حضور درلود، د UNDP اقتصادي پروګرامونو له مسؤل ښاغلي آتو ګوپتا سره لیدنه ترسره او د کوچنیو سوداګریو پراختیا او ودې په اړه يې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي ګوپتا د خپلې ادارې لخوا د کوچنیو متشبثینو د ودې او پراختیا او همدارنګه هغو متشبثینو ته چې غواړي سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي، د متوسط پورونو د ورکړې په اړه خبرې وکړې. نوموړي د سوداګرو او لویو پانګوالو د هڅونې او د کوچنیو متشبثینو د وړتیا لوړونې په برخه کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د کوچنیو متشبثینو د ملاتړ، د هېواد د سوداګرو او پانګوالو د هڅولو او د ګډو کنفرانسونو د جوړولو په برخه کې د خپلې ژمنې ډاډ ورکړ.

یکشنبه، تلې ۲۳مه، ۱۴۰۲