د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ټرانزیټي توکو سوداګرو او د ګمرکونو عمومي ریاست سره ګډه لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مالیې وزارت ګمرکونو له عمومي ریاست او ټرانزیټي توکو سوداګرو سره ګډه ناسته د افغان – پاک ګډ اتاق رئیس او د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د ګمرکونو عمومي رئیس ښاغلي عبدالمتین سعید، د ټرانزیټي توکو لیږد سوداګرو استازي ښاغلي نیاز محمد الهام او یو شمیر واردوونکو په ګډون ترسره کړه.

ښاغلي نیاز محمد الهام د سوداګرۍ اتاق له مشرتابه او د ګمرکونو له عمومي رئیس سره د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي ستونزو لکه: پاکستان ته د افغانستان د ټرانزیټي جوپو د داخلیدو مخنیوي، د ترانزیت لوړ محصول او د نړیوال ترانزیت د اصولو نه مراعتول شریک کړل او د بدیلو لارو او د ستونزو حل غوښتنه يې وکړه.

ښاغلي خان جان الکوزي په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ترانزیتي ستونزې د درک وړ وبللې او د هېواد له سوداګرو یې وغوښتل چې د عباس او چابهار بندرونو له لارې خپل واردات تنظیم کړي. هغه د افغانستان له لارې د پاکستان د ترانزیتي توکو د ټرانزیټي محصول پر لوړولو ټینګار وکړ.

د ګمرکونو عمومي ريئس په کراچۍ بندر کې د هېواد د سوداګرو د ترانزيتي ستونزو د حل په موخه خپلې هڅې یادې کړې او ډاډ يې ورکړ چې ايران به د افغانستان سوداګرو ته د عباس او چابهار په بندرونو کې د ترانزيتي توکو لېږد لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي. هغه دغه راز ژمنه وکړه چې د سمنټو هغو جوپو ته چې پخوا يې هېواد ته د داخلیدو اجازه نه درلودو، اجازه ورکړي څو هېواد ته داخلې شي.

پنجشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۴۰۲