د "افغانستان – ایران پانګونې فرصتونو ناسته" د اتاق مشرتابه پلاوي او د دواړو هېوادونو خصوصي سکتورونو په ګډون ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او سید پرویز سادات هوفیاني، د سوداګرۍ او صنعت، کرنې او مالدارۍ وزارتونو سرپرست وزیرانو، د افغانستان لپاره د ایران جمهور رئیس ځانګړي استازي ښاغلي حسن کاظم قمي، د افغانستان اورګاډي پټلۍ رئیس، د اتاق د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د سپین بولدک اتاق رئیس او د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو د "افغانستان – ایران پانګونې فرصتونو ناسته" چې په انتر کانتیننتال هوټل کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
 
ښاغلي مهمند د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې وکړې او دا ډول ناستې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمې وبللې. هغه د دغه هېواد په بندرونو کې د افغان سوداګرو لپاره د ایران له خوا د لازیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو، له چابهار بندر څخه د افغانستان تر بندرونو پورې د اورګاډي کرښې په بشپړېدو، افغان وګړو او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې پر اسانتیاوو، د وارداتي او صادراتي توکو پر معیاري کولو ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو هوکړو څخه يې د افغانستان د خصوصي سکتور د ملاتړ ډاډ ورکړ.  

ښاغلي مهمند د افغانستان اوسنی وضعیت د پانګونې لپاره یو ښه فرصت وباله او د کانونو د استخراج، د کرنې د میکانیزه کیدو، د انرژۍ د تولید او همدارنګه په چابهار بندر کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو د ګډې پانګونې غوښتنه وکړه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ایراني پلاوي او سوداګرو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې ایران د افغانستان پخوانی او تاریخي دوست وباله او د سیمې د امنیت په تامین کې یې د دغه هېواد اقتصادي ثبات مهم وباله. هغه د صادراتو او وارداتو د پراختیا، افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو، په هېواد کې د ایراني سوداګرو د پانګونې، د خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د ایران سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بندرونو کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو په ځانګړي ډول د چابهار بندر د ګډو پانګونو لپاره د ایراني سوداګرو پر هڅولو، د افغانستان په سوداګریزو توکو د ګمرکي تعرفې په کمولو، د دواړو هېوادونو د اقتصادي ظرفيتونو پېژندلو، د تخصصي سوداګريزو کميټو جوړولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو تړونونو په رامنځته کولو او د دواړو هېوادونو په پولو کې د ګډو بازارونو په رامنځته کولو کې د ايران دولت د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د کرنیزو محصولاتو یو صادرونکی هېواد وباله او د بزګرانو د ظرفیتونو د لوړولو او د کرنې د میکانیزه کیدو برخه کې یې د دوه اړخیزو تړونونو پر عملي کېدو ټینګار وکړ.

د هېواد د اورګاډي پټلۍ رئیس د ایران او افغانستان ترمنځ د اوګاډي پټلۍ د ارزښت په اړه خبرې وکړې او همدارانګه د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه چین او ایران سره يې د افغانستان د اتصال برخه کې د اورګاډي پټلۍ رول اړین وباله.
نوموړي د دواړو هېوادونو خصوصي سکتورونه وهڅول چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د ناستې په پای کې دواړو هېوادونو د سوداګریزو، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په موخه د همکاریو یو هوکړه لیک لاسلیک شو او د هېواد سوداګرو ته د ایران سفارت د ښو همکاریو او مرستو په پار، د افغانستان خصوصي سکتور عالي نښان د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه لخوا د افغاستان لپاره د ایران جمهور رئیس ځانګړي استازي او سفیر ته ډالۍ کړی شو.

چهار شنبه، تلې ۱۹مه، ۱۴۰۲