د سمنټو واردوونکو خپلې ستونزې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي په حضور کې د سمنټو له واردونکو سره لیدنه ترسره او د دوی د ګمرکي ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د سمنټو واردوونکو له پاکستان څخه د سمنټو پر وارداتو د ګمرکي محصول سل په سلو کې زیاتوالی، د کراچۍ بندر ته د افغان سوداګرو د یو شمېر مالونو پر ننوتلو بندیز او د پاکستان څخه د افغان سوداګریزو او ټرانزیټي توکو د خروج لپاره د معین او مشخص وخت نه ټاکل یاد کړل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د دوی ستونزې له اړوندو دولتي چارواکو سره شریکې کړي او د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

ښاغلي الکوزي د پاکستان د دولت له لوري د (اپټا) د تړون څخه سرغړونه د نړیوالو سوداګریزو کنوانسیونونو خلاف عمل وباله او د اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ یې د پورته یادو ستونزو د حل په برخه کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دوشنبه، تلې ۱۷مه، ۱۴۰۲