د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال په افغانستان کې د ایران سوداګریز مرکز له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال او سرپرست ښاغلي محمد انور عارفي په حضور کې په افغانستان کې د ایران سوداګریز مرکز له مسؤلینو آغلې سمانه عبدالحی راضي او ښاغلي آذري سره لیدنه ترسره او د افغانستان – ایران ترمنځ د ګډ سوداګریزو مرکز جوړیدو په اړه یې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي آذري په افغانستان کې د ایران د سوداګریز مرکز په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او له اتاق سره یې د افغان او ایراني سوداګرو ترمنځ د ګډ نندارتون په جوړولو کې د سوداګریزو همکاریو د هوکړه لیک پر لاسلیک ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د دغه ډول سوداګریزو مرکزونو جوړول د سوداګرۍ د ودې، اقتصادي ودې او د دواړو هېوادونو د محصولاتو د معرفي کولو په برخه کې مهم وبلل او د سوداګریز مرکز پر معیاري کولو، د فزیکي ادرس، مشخصو خدمتونو او د افغانستان او ایران دولتونو لخوا د قانوني جواز پر برابرولو ټینګار وکړ. نوموړي د دغه ډول مرکز د جوړولو په برخه کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دوشنبه، تلې ۱۷مه، ۱۴۰۲