د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست د ماشومان د ساتنې ادارې (Save the Children) له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغاستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال او سرپرست ښاغلي محمد انور عارفي د اتاق عامل پلاوي نړیوالو اړیکو او سوداګرۍ پراختیا خدمتونو ډيپارټمنټونو مسؤلینو په حضور کې د ماشومانو د ساتنې ادارې (Save the Children) له مسؤلینو سره د عامل پلاوي په دفتر کې لیدنه ترسره او د هېواد په ولایتونو کې د یادې مؤسسې د پروژو د تطبیق او د اتاق د همکارۍ په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د ماشومانو د ساتنې ادارې مسؤلينو د يادې ادارې له خوا د هېواد په ولايتونو کې د کرنيزو پروژو د سروې په ځانګړي ډول د کروندګرو ښځو د ستونزو د څېړلو او په دې پروژو کې د هغوى د ملاتړ په اړه خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې یادې ادارې پخوا هم د هېواد په پنځو ولایتونو کې ورته سروې ګانې ترسره کړي او دا ځل غواړي چې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې سروې وکړي. دوی له اتاق څخه وغوښتل چې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د اتاق د آسانتیاوو په پام کې نیولو سره د دوی سره د سروې په ترسره کولو کې مرسته او همکاري وکړي.

ښاغلي عارفي د ماشومانو د ساتنې ادارې مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اتاق د فعالیتونو په ځانګړي ډول د بېلابېلو سروې ګانو او په مرکز او ولایتونو کې د ښځینه متشبثینو د فعالیتونو د ملاتړ په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې، اتاق د سروې په ترسره کولو برخه کې کافي تجربه لري او کولی شي چې د ماشومانو د ساتنې ادارې سره  د دې سروې په تطبيق کې مهم او بنسټيز رول ولوبوي.

دوشنبه، تلې ۱۷مه، ۱۴۰۲