د ګمرکونو معینیت له لوري د خصوصي سکتور ستونزو حل ګډې کمېټې دویمه ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي په داسی حال کې چې، د صنعت او کانونو اتاقونو رئیسانو هم حضور درلود، د خصوصي سکتور ستونزو حل ګډې کمېټې دویمه ناسته کې د ګډون کولو ترڅنګ، د سوداګریزو شرکتونو مالیاتي اسنادو څیړنې ستونزې، د مالیاتي اسنادو د څیړنې څرنګوالي برخه کې ستونزې او د مالیاتو د سنجش په سیستم (اسیکیودا) کې د اصلاحاتو رامنځته کول د ګمرکونو معینیت له مشرتابه سره شریک کړل.
 
د عوايدو د عمومي رياست د څيړنې رئيس د سوداګريزو شرکتونو د مالياتو د ورکړې په برخه کې د شته ننګونو، د سوداګريزو شرکتونو د اظهار نامو د وړاندې کولو د لارو چارو او په خامو موادو باندې د ماليې په برخه کې د لازمو تعديلاتو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل ګډې کمېټې د پورتنیو ستونزو په له منځه وړلو کې د عوایدو له عمومي ریاست سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مایل د عوایدو د عمومي ریاست له خوا د مالیاتو په برخه کې د ۰.۵ سلنې څخه د پورته خوراکي توکو د مالیاتو د قانون پر تعدیل او د هغې پر کمولو ټینګار وکړ. نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو شرکتونو د هڅونې په برخه کې د خپلو مالیاتو د ورکړې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي شیرین آغا سخي د هېواد د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو د حل په برخه کې د حکومت له هڅو څخه د هرکلي ترڅنګ د مالیاتي اسنادو د بیا کتنې برخه کې شته ستونزې مطرح کړې او د حل لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.

ښاغلي خان جان الکوزي د کابل-شانګهای هوايي دهلېز د بیا پیل او د افغانیو د ارزښت په ثبات کې د هغې د رول د یادولو په ترڅ کې د کراچۍ بندر له لارې د هېواد د ټرانزیټ په برخه کې شته ستونزې مطرح کړې او د مالیاتي اسنادو د بیا کتنې په اړه یې خبرې وکړې.

دوشنبه، تلې ۱۷مه، ۱۴۰۲