د کابل – شانګهای هوايي دهلیز له لارې د جلغوزیو د صادراتو بیا پیل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو او د دولت د اړوندو ادارو د همکارۍ په پایله کې او کام ایر او اریانا هوايي شرکت ترمنځ د نوي تفاهم پر بنسټ د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه د هوايي کارګو درېیمه مستقیمه الوتنه د چین شانګهای ښار ته ترسره شوه.

د هوايي دهلیز پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي غړو ښاغلي ضیاءالدین اچکزي او محمد داود یوسفزي، د کابل نړیوال هوايي ډګر، کام ایر او آریانا افغان هوايي شرکتونو رئیسانو، حکومتي چارواکو، سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی وه.  

ښاغلي مهمند د پرانیستې په مراسمو کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د هوايي دهلېز رول د سوداګرۍ پراختیا او د هېواد اقتصادي وده کې اړین وباله او زیاته یې کړه چې، له نیکمرغه دا ځل د کابل – شانګهای هوايي دهلیز د افغاني شرکتونو له لوري په فعالیت پیل وکړ.

ښاغلي مهمند د سیمې له هېوادونو سره پر سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ټینګار وکړ او د سیمې له ټولو هېوادونو یې وغوښتل چې د سوداګرۍ او ټرانزیټي مسایلو په برخه کې له نړیوالو کنوانسیونونو سره سم عمل وکړي.
 نوموړي د هرات د پرونۍ زلزلې له قربانيانو او کورنيو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې د هېواد له ټولو سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې له خپلو هېوادوالو سره د دغې زلزلې له زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته او همکاري وکړي.

د ریاست الوزار اقتصادي مرستیال د هېواد په اقتصادي ثبات کې د خصوصي سکټور رول مهم وباله او د هېواد له ټولو سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې خپل هېواد ته راستانه شي او د هېواد په اقتصادي ثبات کې د نورو افغانانو په څیر د پام وړ رول ولوبوي.

یکشنبه، تلې ۱۶مه، ۱۴۰۲