د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان لپاره د اندونیزیا سفارت له سرپرست سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړو ښاغلي ضیاءالدین اچکزي او محمد داود یوسفزي او د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي هم حضور درلود، د افغانستان لپاره د اندونیزیا سفارت له سرپرست ښاغلي بودي رجمت سوریا سپوترا سره لیدنه ترسره او د اندونیزیا او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو ښه والي، د دواړو هېوادونو سوداګرو ترمنځ د ګډ سوداګریزو انجمن رامنځته کولو او د سوداګرو میرمنو د وړتیا لوړونې په اړه يې خبرې اترې وکړې.    

ښاغلي بودي رجمت سوریا سپوترا د هغه کنفرانس په اړه چې په نږدې راتلونکي کې د اندونیزیا د سوداګرۍ اتاق له خوا د دغه هېواد په مرکز کې د افغان سوداګرو ښځو د ظرفیت د لوړولو په موخه جوړیږي، هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او دی کنفرانس لپاره يې د افغان سوداګرو ښځو د پېژندنې په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته د ښاغلي بودي راجمت سوریا سپوترا هرکلی وکړ او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق یې د هېواد د ټولو سوداګرو او خصوصي سکتور رښتینی استازی وباله.
نوموړي په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې شته فرصتونه، سوداګریزې اړیکې او د افغانستان او اندونیزیا د څو کلنو ناستو لاسته راوړنې خورا مهمې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ د بهیر پر چټکتیا د ټینګار کولو ترڅنګ، د پورته یاد شوي کنفرانس په تنظیم کولو کې د اتاق د همکاریو ډاډ ورکړ.

شنبه، تلې ۱۵مه، ۱۴۰۲