د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او سوداګرو د پاکستان سفارت له مرستیال او سوداګریزې آتشې سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د کابل سوداګرۍ اتاق مرستیال ښاغلي همایون خواجه زاده، د ننګرهار ولایتي اتاق رئیس ښاغلي ګل مراد عرب او د هېواد یو شمیر مطرح سوداګرو او پانګوالو په حضور کې د پاکستان سفارت مرستیال ښاغلي جنیت وزیر او د یاد سفارت سوداګریزې آتشې ښاغلي شوکت علي سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره او د پاکستان په خاوره کې يې د افغان سوداګرو ټرانزیټي او سوداګریزو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د پاکستان سفارت مرستیال او سوداګریزې آتشې ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي توکو د ننوتلو مخنیوي، په پاکستان کې په افغان ټرانزیټي توکو لس سلنه فیس وضع کولو، د تضمین بیمې بدلول په بانکي تضمین باندی، د دواړو هېوادونو سوداګرو ترمنځ د همغږۍ کمېټې رامنځته کولو یادونه وکړه او د پاکستان سفارت له مشرتابه يې وغوښتل چې د پورته یادو خنډونو په له منځه وړلو او په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ټرانزیټي توکو د اسنادو طۍ مراحل پروسه کې د چټکتیا رامنځته کولو برخه کې همکاري وکړي.      

ښاغلي مهمند د پاکستان له خوا د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کې د ستونزو رامنځته کول د WTO د تړون خلاف، د پاکستان د حکومت له خوا د (اپټا) د تړون له مادو څخه سرغړونه او د ښه ګاونډیتوب د اصولو خلاف عمل وباله او د پاکستان حکومت لخوا يې یادو ستونزو ته د حل لارو چارو پیداکولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي ګل مراد عرب او د ننګرهار ولایت سوداګرو د تورخم په دروازه او د پاکستان په خاوره کې دننه د افغان سوداګرو پر ستونزو خبرې وکړې او د دوی د ستونزو د هواري غوښتنه یې وکړه.

دغه راز د کندهار د سوداګرۍ اتاق رئيس ښاغلي محمد صديق مهمند او د سپين بولدک او خوست اتاقونو  رئيسانو هم د اتاق له مشرتابه، د پاکستان سفارت له مرستيال او سوداګريز اتشې سره د انلاين ناستې له لارې خپلې ستونزې مطرح کړې چې ښاغلي محمد یونس مهمند د ددوی د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

ښاغلي جنیت وزیر د کراچي له بندر څخه د افغان سوداګرو د ټرانزیټي توکو د خلاصون، افغان سوداګرو ته د سوداګریزو ویزو د ورکولو او د شته ستونزو د حل په برخه کې د لازمو تدابیرو په نیولو ډاډ ورکړ او د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلي بڼه د پاکستان سفارت سره شریکې کړي.

پنجشنبه، تلې ۱۳مه، ۱۴۰۲