د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د سوداګرۍ او صنعت له سرپرست وزیر سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د سوداګرۍ او صنعت له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره د لیدنې په ترڅ کې، د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو د محصولاتو د ټرانزیټ په برخه کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي مهمند د پاکستان له لوري د هېواد د ټرانزیټي محصولاتو پر وړاندې د خنډونو رامنځته کول د دواړو هېوادونو تر منځ له شته ترانزیتي تړونونو او د ترانزیت له نړیوالو اصولو نه سرغړونه وبلله او د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه یې وغوښتل دا چې د افغانستان د سوداګرۍ لویه برخه د کراچۍ بندر له لارې ترسره کیږي، نو ښاغلي عزیزي دی د پاکستان حکومت له اړوندو چارواکو سره خبرې وکړي څو لازمې آسانتیاوې رامنځته کړی شي.  
نوموړي د آپتا تړون په بشپړ تطبیق ټینګار وکړ او له دواړو خواوو یې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت اصول مراعات کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له پاکستان سره د ټرانزیټ په برخه کې د شته ستونزو د تایید ترڅنګ، د همکارۍ او مناسبې حل لارې په لټه کې د خپلو هڅو ډاډ ورکړ.

په دې ناسته کې د ترانزیت د بدیلو لارو د موندلو، د سیمې د هېوادونو ترمنځ د لازمو ترانزیتي اسانتیاوو د رامنځته کولو، د نړۍ له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا اود هېواد په بندرونو کې تخنیکي ستونزو حل په اړه خبرې اترې وشوې.

چهارشنبه، تلې ۱۲مه، ۱۴۰۲