د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د پاکستان د نندارتونونو له مسؤلینو سره آنلاین ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس په پاکستان کې د نندارتونونو د تنظیم له مسؤل ښاغلي عزیر نظام سره آنلاین ناسته ترسره او د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ یې د درې اړخیزو نندارتونونو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي هوتک په تېرو دوو کلونو کې د نندارتونونو د جوړولو او د بهرنۍ پانګونې د جلبولو په برخه کې د اتاق د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د درې اړخیزو نندارتونونو د جوړولو لپاره یې د لارې د نقشې په جوړولو ټینګار وکړ.
نوموړي په هېواد کې د دا ډول نندارتونونو د ترسره کېدو لپاره د مناسبو شرايطو د برابرولو په برخه کې د خپلې ژمنې ډاډ ورکړ.

ښاغلي عزیر نظام د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې له شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ښه والي په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د افغانستان رول مهم وباله.

چهارشنبه، تلې ۱۲مه، ۱۴۰۲