د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د په کار ګمارونکو نړیوال سازمان له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک د په کارګمارونکو د نړیوال سازمان له رئیس ښاغلي روبیرتو سوریز سنتوس سره په انلاین توګه لیدنه ترسره او د په کار ګمارونکو نړیوال سازمان کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق غړیتوب او د یاد شوي سازمان د غړیتوب د شرایطو په اړه يې بحث او د نظر تبادله وکړه.

ښاغلي هوتک د اتاق د فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او د په کار ګمارونکو نړیوالې ادارې له مسؤل څخه يې وغوښتل چې په دغه اداره کې د اتاق د غړيتوب په ترلاسه کولو کې هر اړخيزه همکاري وکړي.
نوموړي د په کار ګمارونکو نړیوال سازمان کې د اتاق غړیتوب د اتاق د کار کوونکو د وړتیا لوړونې او د سیمې هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو ودې او ښه والي لپاره اړین وباله.

ښاغلي روبیرتو سوریز سنتوس د په کار ګمارونکو نړیوال سازمان کې د غړیتوب د ترلاسه کولو کړنې او مراحل تشریح کړل او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د غړیتوب په ترلاسه کولو کې به هر اړخیزه همکاري او عملي ګامونه پورته کړي.

سه شنبه، تلې ۱۱مه، ۱۴۰۲