د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د جلغوزیو صادرونکو او هوايي شرکتونو استازو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، په داسې حال کې چې د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي هم شتون درلود، د اریانا افغان هوايي شرکت له مرستیال، د جلغوزيو صادرونکو او سوداګرو او د کام ایر هوايي شرکت له مسؤلینو سره لیدنه ترسره او د هوايي دهلېز له لارې چین ته د جلغوزیو د لېږد د طریقې، د في کیلو د لېږد نرخ او یو شمېر اړوندو مسایلو په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلي مهمند د هېواد د صادراتي توکو د لېږد رالېږد برخه کې د کورنیو هوايي شرکتونو ارزښتناکه خدمتونه وستایل او سږ کال یې د جلغوزیو د لېږد بهیر پر چټکتیا او همدارنګه د هوايي شرکتونو له خوا په دې برخه کې د لازمو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
 نوموړي د هوايي شرکتونو له استازو وغوښتل چې د هېواد اوسنيو شرايطو او رقابتي بازار ته په پام سره د جلغوزيو د لېږد رالېږد کچه لوړه کړي او د افغاني توکو د لېږد رالېږد په برخه کې خپل فعال رول ولوبوي.

د هوايي شرکتونو استازو ژمنه وکړه چې د افغاني توکو په ځانګړي ډول د جلغوزیو د لېږد په برخه کې به لا ډېرې هڅې وکړي.

سه شنبه، تلې ۱۱مه، ۱۴۰۲