افغان او قزاقي سوداګرو د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي او د کابل سوداګرۍ اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي همایون خواجه زاده د قزاقستان غذايي موادو تولیدي ایروسین شرکت له رئیس ښاغلي کراتبانوف اسخت سره لیدنه ترسره کړه.

په دی ناسته کې د سوداګریزو او پانګه ایزو فرصتونو، ګډو پانګونو او د افغان او قزاق سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو ښه والي په اړه خبرې اترې وشوې.

ښاغلي هوتک د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د قزاقستان لخوا افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې د لازمو آسانتیاوو نشتوالی، د ټرانسپورټي، ټرانزیټي او سوداګریزو هوکړه لیکونو نشتوالی او د قزاقي سوداګرو لخوا د هوکړه لیکونو د مادو نقض د افغان سوداګرو عمده ستونزې وبللې او له ښاغلي ایروسین څخه يې وغوښتل چې د یادې ستونزې د قزاقستان هېواد له اړوندو دولتي ادارو سره شریکې کړي.

ښاغلي اسخت د افغان او قزاق سوداګرو ترمنځ په ګډې پانګونې ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د افغان سوداګرو ستونزو حل برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

دوشنبه، تلې ۱۰مه، ۱۴۰۲