د سیمې هېوادونو په کچه د ECO-TIR لومړۍ آنلاین ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې، د ECO سازمان عمومي منشي ښاغلي خسرو نوزیري، د IRU عمومي منشي ښاغلي اومبرتودوپروتو، د TIR مدیرې آغلې تاتیانا ری بلت او د پاکستان، قزاقستان، روسيې، ازبکستان، تاجکستان او ایران ټرانزیټ مسؤلینو حضور درلود په هغې آنلاین ناسته کې چې د نړیوالو ټرانزیټي محصولاتو لیږد برخه کې د ایکو سازمان د فعالیتونو، د ایکو په سیمه کې د سرحدي دروازو لا ښه کولو، په شنو کرښو د تګ راتګ، برښنايي صفونو او د ټرانزیټ ډیجیټلي کیدو په موخه جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

ښاغلي خسرو د ECO-TIR سیستم د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندی کړل او د سیمې هېوادونو رول يې د یاد سیستم په پراختیا کې اړین وباله.
نوموړي د یاد سیستم تطبیق برخه کې د سیمې هېوادونو په همکارۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي هوتک د سیمې هېوادونو د همکارۍ نه شتون، د موټر چلوونکو لپاره د ویزو نه ورکړه او د سیمې هېوادونو سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو هوکړه لیکونو نه شتون د افغانستان د ټرانزیټ په وړاندی سترې ننګونې وبللې او د ECO-TIR ادارې څخه يې وغوښتل چې په هېواد کې د یاد سیستم ظرفیت لوړونې او لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې همکاري وکړي.

دوشنبه، تلې ۱۰مه، ۱۴۰۲