د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د قزاقستان ایروسین غذايي موادو شرکت له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د پالیسي او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي او د اتاق سوداګریزو شخړو حل مرکز رئیس ښاغلي توکل خرم په حضور کې، د قزاقستان ایروسین غذايي موادو شرکت له رئیس ښاغلي کراتبانوف اسخت لیدنه ترسره او په هېواد کې يې د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونو، په مختلفو برخو په ځانګړې توګه د خوراکي توکو تولید برخه کې د بهرنیو پانګونو جلبونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو ودې په اړه يې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي هوتک د سوداګرۍ او پانګونې اتاق فعالیتونه او لاسته راوړنې په تفصیل سره بیان کړې او په هېواد کې یې د پانګونې لېوالتیا لرونکو پانګوالو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي ژمنه وکړه، چې د سوداګریزو اړیکو د ښه والي په موخه به د افغان سوداګرو او د خوراکي توکو د تولید شرکت د رئیس ترمنځ ګډه غونډه جوړه کړي.

ښاغلي عارفي په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د خوراکي توکو د تولید شرکت له رئیس څخه یې وغوښتل چې دغه فرصتونه په پام کې ونیسي او په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د افغاني وچې مېوې د صادراتو په برخه کې چې نړیوال شهرت لري، پانګونه وکړي.

ښاغلي کرتبانوف اسخت د ایروسین د خوراکي توکو د تولید شرکت د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې له افغان سوداګرو سره د سوداګریزو اړیکو او خوراکي توکو د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې به له اتاق سره په همغږۍ کار وکړي.

یکشنبه، تلې ۹مه، ۱۴۰۲