د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په ترکیه کې د لویدیځو هېوادونو له استازو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند ترکيې ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، په داسی حال کې چې د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د کابل اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي او کورنیو سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د ماموریت شارژدافیرې آغلې کرن دیکر، د افغانستان لپاره د انګلستان سفارت شارژدافیر ښاغلي چترت دیکسن، د ایټالیې استازي، د امریکا متحده ایالاتو پراختیا نړیوالې ادارې (USAID) او د ۷۷ نړیوال شرکت رئیس ښاغلي سلیمان سره لیدنه ترسره کړه.
   
ښاغلي مهمند د هېواد د اوسنيو شرايطو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته يې کړه "د افغانستان اقتصادي وضعيت د ډاډ وړ او په ټوليز ډول د امنيت تامين، د کوکنارو د کښت د مخنيوي، په هېواد کې د اداري فساد د پام وړ کموالى او واحد حکومتوالى، د پانګونې او سوداګرۍ چټکتیا لپاره ښه شرايط رامنځته کړي دي.
نوموړي د بهرنيو هېوادونو له استازو وغوښتل، چې د کوکنارو د کرکيلې پر وړاندې مبارزه کې له کروندګرو سره همکاري وکړي او د مناسبو بديلونو په لټه کې شي او بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

د اتاق لومړي مرستیال د بهرنیو هېوادونو له خوا افغان سوداګرو ته د ویزو نه ورکول، د ټرانزیټ په برخه کې د مالونو د لېږد لپاره د معیاري لویو لارو نشتوالی او په هېواد کې خپلو بانکي زیرمو ته د سوداګرو او خلکو نه لاسرسی د افغانستان یو له بنسټیزو ستونزو څخه وبلل او د بهرنیو هېوادونو له استازو څخه يې وغوښتل چې د اوسنیو فرصتونو په پام کې نیولو سره د پورته یادو ستونزو په حل کې همکاري وکړي.
نوموړي په هېواد کې د بشردوستانه مؤسسو له خوا د عامه المنفعه پروژو پر تطبیق ټینګار وکړ.

افغان سوداګرو او پانګوالو د هېواد سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د حکومت له هڅو خوښي څرګنده کړه او اوسنی چاپېریال یې د ګډې پانګونې لپاره مناسب وباله.

د لوېدیځو هېوادونو استازو د اتاق د لومړي مرستیال او افغان سوداګرو د خبرو له اورېدو وروسته، د افغانستان له خلکو سره د مرستو په رسولو او د یادو ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

شنبه، تلې ۸مه، ۱۴۰۲