د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د USAID, IFC او ADB له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي عصمت الله وردګ، د افغانستان او پاکستان لپاره د نړیوال بانک (IFC) استازي ښاغلي زیشان شیخ، د امریکا متحده ایالاتو پراختیايي ادارې (USAID) او د آسیايې پراختیا بانک (ADB) له مسؤلینو سره په ترکیه کې په جوړه شوې ناسته کې د لیدنې ترڅنګ، د افغانستان خصوصي سکتور ستونزو او نړیوالو همکاریو په اړه یې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي توکل احمدیار د دغې غونډې د جوړیدو د هرکلي په ترڅ کې د تمویل کوونکو له خوا د پراختیایي پروژو د پیسو د ورکړې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه "په افغانستان کې ډیرې پراختیایي پروژې چې د خصوصي سکتور له خوا پلې شوې وې یا نیمګړې پاتې دي چې پیسې يې باید د نړیوال بانک او پراختیايي بانک لخوا تحویل کړی شوی وې خو تر اوسه د بېلابېلو دلایلو له امله د دې پروژو پیسې نه دي ورکړل شوي او د هېواد خصوصي سکتور په دې برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی.
ښاغلي احمديار له نړيوال بانک او آسیا پراختيايي بانک څخه د يادې شوې ستونزې د هواري غوښتنه وکړه.

ښاغلي محمد یونس مهمند د سوداګریزو موخو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د سوداګرو د پیسو د لېږد ستونزې ته په اشارې سره زیاته کړه "افغان سوداګر کولای شي خپلې پیسې د مرکزي اسیا درېیو هېوادونو (قزاقستان، ازبکستان او ترکمنستان) ته د بانک له لارې انتقال کړي خو نورو هيوادونو ته نه شي نه کولی چې، د بانک له لارې پیسې ولیږدوي.
نوموړي د سوداګرو د پیسو د انتقال په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د بانکونو او نړیوالو موسسو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي عصمت الله وردګ د یوشمیر هغو شرکتونو ستونزو ته اشاره وکړه چې په دولت کې یې بېلابېلې پروژې بشپړې کړي او یا هم نیمګړې پاتې دي او لا هم د خپلو پیسو د ترلاسه کولو هڅې کوي خو ترلاسه کولی يې نه شي او دغه راز د ویزو د نه ورکولو په برخه کې د سوداګرو ستونزې یې یادې کړې.

په دې ناسته کې د نړیوال بانک، آسیا پرختیايي بانک او USAID مسؤلینو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه له خبرو اوریدلو وروسته ژمنه وکړه، چې د پراختیايي پروژو د تادیاتو په برخه کې به له اړوندو ادارو سره بحث او خبرې وکړي او یادې ستونزې ته به د حل مناسبه لاره بیامومي.

پنجشنبه، تلې ۶مه، ۱۴۰۲