د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان د صرافانو سرتاسري اتحاديې له مسؤلینو سره ناسته وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق دالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق عامل پلاوي تخنیکي او پالیسي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د کابل سوداګرۍ اتاق مشرتابه پلاوي غړو او د افغانستان د صرافانو سرتاسري اتحاديې غړو د مرکزي اتاق کنفرانسونو په تالار کې د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې، د صرفانو سرتاسري اتحاديې نوي رئیس ته د مباکۍ ویلو ترڅنګ، د پخواني رئیس د هڅو ستاینه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د دې اتحادیې مسؤلینو ته د ښه راغلاست پرمهال د پولي ثبات، سوداګرۍ په پراختیا او د هېواد د اقتصاد په وده کې د صرافانو رول مهم وګاڼه او د دې اتحادیې له ټولو مسوولینو یې وغوښتل چې د سوداګرو د پیسو لیږد برخه کې لا ډیرې آسانتیاوې رامنځته کړي.  

ښاغلي مایل د دې اتحادیې د ټاکنو او نوي مشرتابه ته د بریا مبارکي وویله او د هېواد له خصوصي سکتور سره یې د دغه سکتور د خدمتونو ستاینه وکړه. نوموړي له دې اړین او مهم صنف سره د اتاق د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز او خان جان الکوزي هم د دی اتحاديې فعالیتونه وستایل او د افغانیو د ارزښت د ثبات او ساتنې، د اقتصادي ودې او د پیسو د انتقال لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د دغې اتحادیې دنده او کړنې اړینې وبللې.

د صرافانو اتحاديې ویاند ښاغلي عبدالرحمن ځیرک په هېواد کې د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو د حل برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې وستایلې او هېوادوالو ته د ښو خدماتو وړاندی کولو برخه کې يې د صرافانو صنف د هڅو ډاډ ورکړ.

دوشنبه، تلې ۳مه، ۱۴۰۲