د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانکړي استازي سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د اتاق عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک، د کابل اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي همایون خواجه زاه، د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي ښاغلي آصف خان دراني او د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر ښاغلي عبیدالله نظاماني سره د پاکستان په سفارت کې لیدنه ترسره، او د دواړو خواو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په ستونزو يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د پاکستان ځانګړي استازي ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د پاکستان په بندرونو کې یې د افغان سوداګرو د مالونو د ټرانزیټي ستونزو یادونه وکړه او د پاکستان له مشرتابه یې وغوښتل چې د افغان سوداګرو پر وړاندې د پرتو خنډونو په لرې کولو کې همکاري وکړي.
هغه له دغه هېواد څخه د افغان سوداګرو لپاره د پاکستان په کراچۍ بندر او نورو بندرونو کې د لازمو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

ښاغلي خان جان الکوزي په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو په ځانګړې توګه د هېواد د کانونو په سکتور کې د شته فرصتونو د تشریح کولو په ترڅ کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د شته ستونزو یادونه وکړه او زیاته يې کړه "د هېواد د صادراتي جوپو فزیکي پلټنه، د قرنطین د ادارې نوي شرایط، افغان سوداګرو ته د پاکستان د سوداګریزو ویزو د ورکړې ستونزې او د اومو موادو د انتقال په برخه کې ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر وړاندې له عمده مسایلو ګڼل کیږي.
نوموړي د ټرانسپورټي ستونزو په ځانګړي ډول د غلام خان بندر په برخه کې د لازمو اسانتیاوو او د روغتیا په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او یو شمېر نورو مسایلو ټینګار وکړ.

ښاغلي آصف خان دراني د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه له خبرو اورېدلو وروسته ژمنه وکړه چې په یادو برخو کې به شته ستونزو ته د حل لارو پیداکولو په موخه به لا زیاتې هڅې ترسره او د پاکستان له اړوندو ادارو سره په شریکه به ورته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.  

محترم عبیدالله نظاماني د سوداګرۍ په برخه کې د لازمو تدابیرو نیولو او افغان سوداګرو ته د سوداګریزو ویزو د ورکړې په برخه کې د خپلو هڅو ډاډ ورکړ او له افغان سوداګرو یې وغوښتل چې خپل ټول وړاندیزونه په لیکلي ډول د دغه هېواد سفارت ته وسپاري.

په دې غونډه کې د مرکزي اتاق سربیره، د کابل، کندهار، ننګرهار او خوست اتاقونو مشرتابه هم ګډون کړی و.

شنبه، تلې ۱، ۱۴۰۲