د افغانستان د صرافانو سرتاسري اتحاديې ټاکنې ترسره شوې

د افغانستان د صرافانو سرتاسري اتحاديې ټاکنې د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق مدیره پلاوي درالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د حکومت لوړ پوړو چارواکو، د کابل امنیه قوماندان، صرافانو او سوداګرو په حضور کې، په کابل انتر کانتننتال هوټل کې ترسره شوې.

ښاغلي مهمند د ټاکنو د امنیت د تامین په برخه کې د امنیتي مسؤلینو د هلو ځلو ستایلو ترڅنګ، د رڼو ټاکنو له لارې د دې اتحادیې د نوي رئیس بهرام خان ځدراڼ او غړو د ټاکل کېدو مبارکي وویله، همدارنګه د دې اتحادیې د مشرتابه او پخوانیو غړو له هڅو یې مننه وکړه.
نوموړي ټاکنې د وړ او با استعداده کسانو د ټاکلو لپاره اساسي اصل وباله او د دې اتحادیې له نوي مشرتابه یې وغوښتل چې د هېواد صرافانو ته د ورته خدمتونو په وړاندې کولو کې لا زیاتې هڅې وکړي.

ښاغلي مهمند د هېواد د پولي ارزښت په ثبات کې د صرافانو رول مهم وباله او له هغوی یې وغوښتل چې د خلکو د خدمت په برخه کې د خپلو مسوولیتونو په درک کولو سره لا زیات کار وکړي.
نوموړي دغه راز د هېواد د صرافانو له خوا د یوه ګډ بانک پر جوړېدو ټینګار وکړ.

پنجشنبه، وږي ۳۰مه، ۱۴۰۲