د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان لپاره د ترکيې له قونسل سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک هم حضور درلود، د افغانستان لپاره د ترکيې له قونسل ښاغلي امره قبیل سره لیدنه ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بهیر چټکتیا او د افغان سوداګرو ستونزو حل په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند ښاغلي امره ته د ښه راغلاست پرمهال د افغانستان اوسنی وضعیت د سوداګرۍ د پراختیا او ګډو پانګونو لپاره ښه فرصت وباله. هغه د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د اړیکو پر پراختیا هم ټینګار وکړ.

د اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو نشتوالی د افغان سوداګرو او پانګوالو یوه لویه ستونزه وبلله او په دې برخه کې یې د ښاغلي امره د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي الکوزي په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو او همدارنګه د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د مناسبو شرایطو یادونه وکړه او په افغانستان کې یې د ترکي سوداګرو د قانوني ستونزو د حل په موخه د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي امره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه له خبرو اورېدو وروسته د افغان سوداګرو د ویزې د ستونزو د حل او په افغانستان کې د ترکي سوداګرو پانګونې ته د هڅولو په برخه کې د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دوشنبه، وږي ۲۷مه، ۱۴۰۲