د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ترکيې هېواد له پیژندل شوي سوداګر سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د ترکیې له یوه وتلي شخصیت ښاغلي علي کاپلان سره د مدیره پلاوي په دفتر کې د لیدنې ترسره کولو په ترڅ کې، د دوه اړخیزې سوداګرۍ، د افغانستان او ترکیې سوداګرو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په رامنځته کولو او د ګډې پانګونې په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي مهمند کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ته د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او خدمتونو په اړه معلومات ورکړل او د زیربنایي پروژو د تطبیق په برخه کې یې د بهرنیو پانګونو لپاره د عمومي شرایطو د برابرولو ډاډ ورکړ.

ښاغلي مومند له ښاغلي علي کاپلان څخه وغوښتل چې ترکي سوداګر او پانګوال وهڅوي چې په هېواد کې شته فرصتونو ته په پام سره په افغانستان کې په سترو پروژو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي علي کاپلان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له هڅو او د بهرنیو پانګونو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې، ترکي سوداګر به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

نوموړي په ټول افغانستان کې د امنیت له تامین څخه خوښي څرګنده کړه او د دغه هېواد په وده او پرمختګ کې یې د امنیت رول خورا مهم وباله.

دوشنبه، وږي ۲۷مه، ۱۴۰۲