د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د سلواکیا له یو تن پانګوال سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز او د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک هم حضور درلود د سلواکیا له سوداګر او پانګوال ښاغلي جان میریامس سره وکتل او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د ښه والي، د افغانستان او سلواکیا د سوداګرو ترمنځ د ګډې سوداګریزې اتحادیې د جوړولو او د معیاري روغتیايي مرکزونو پر جوړولو يې خبرې اترې وکړې.  

ښاغلي مهمند افغانستان ته د ښاغلي جان میریامس هرکلی وکړ او په هېواد کې یې د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه تشریح کړل. هغه د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډې سوداګریزې اتحادیې جوړول له مهمو سوداګریزو فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په هدف مهم وبلل او له ښاغلي جان میریامس څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې کار وکړي.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې راجلبول د افغان حکومت او د خصوصي سکتور د مشرتابه له لومړیتوبونو څخه وبلل او د بهرنیو هېوادونو د سوداګرو د هڅونې په موخه یې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي جان میریامس په افغانستان کې له شته امنیتي شرایطو او سوداګریزو فرصتونو څخه خوښي څرګنده کړه او د اروپا سوداګرو ته یې د افغانستان د سوداګریزو فرصتونو په تشریح کولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

دوشنبه، وږي ۲۷مه، ۱۴۰۲