د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د پاکستان فیصل آباد سوداګریزې او پانګه ایزې ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان د کرنې په سکتور کې د سوداګرۍ او پانګونې غونډه د خوراکي مصؤنیت د اسلامي سازمان (IOFS) له خوا او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د سپټمبر په ۱۴-۱۵ نېټه، چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د وږي د میاشتې د۲۳مې او ۲۴مې نیېټې سره سمون لري د پاکستان فیصل آباد ښار کې جوړه شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس ښاغلي خان جان الکوزي په داسې حال کې چې د ننګرهار د سوداګرۍ اتاق سلاکار حاجي ببرک او د افغان پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي يې ملتیا کوله ګډون وکړ او د افغانستان د کرنې سکتور د اهمیت او په دې برخه کې د شته فرصتونو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي الکوزي د ټولیز امنیت تامین، د اداري فساد نه شتون او د کوکنارو د کښت مخنیوی او پر ځای يې کرنیزو محصولاتو ته ځای ورکول په افغانستان کې د بهرنیو پانګونو د جلبولو لپاره له مهمو مسایلو څخه یاد کړل.

ښاغلي الکوزي په هېواد کې د کرنې او اوبو لګولو د معیاري سیستم نشتوالی د دې سکتور یوه لویه ننګونه وبلله او د خوراکي توکو د خوندیتوب له اسلامي سازمان او له مالي ملاتړ کوونکو بنسټونو یې وغوښتل چې د افغانستان د کرنې سیستم د میکانیزه کیدو په برخه کې همکاري وکړي.

شنبه، وږي ۲۵مه، ۱۴۰۲