د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د هېواد له یو شمیر سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د لوګر سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي مولوي محمد یعقوب د هېواد له یو شمیر سوداګرو سره لیدنه ترسره او د دوی د ګمرکي اسنادو د طی مراحل په اړه يې خبرې اترې وکړې.

سوداګرو د هېواد په ګمرکونو کې د دوی د ګمرکي اسنادو د طی مرحل برخه کې د معیاري خدماتو نه شتون په اړه شکایت وکړ او د اتاق له مشرتابه يې وغوښتل چې د دوی ستونزو د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.

د مدیره پلاوي لومړي مرستیال له سوداګرو وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري څو د اړوندو حکومتي ادارو سره د همغږۍ په پایله کې ورته د حل مناسبې لارې پیداکړي.

چهارشنبه، وږي ۲۲مه، ۱۴۰۲