د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې (۲۰۲۳) په تړاو ناسته ترسره شوه

د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې ۲۰۲۳ ، ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي ريئس ښاغلي توکل احمدیار، د ریاست الوزارء اقتصادي معاونیت، د اقتصادي شوار ستر سلاکار، د ماليې وزارت سرپرست، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د امریکا-افغانستان ګډ اتاق رئیس ښاغلي جیفري ګریکو، په افغانستان کې د نړیوالې سوداګرۍ اتاق رئیس ښاغلي مایل آغا خیرخواه، د اتاق مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي سید پروزیز سادات هوفیاني، ضیاءالدین اچکزي او جان آقا صادقي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، په دوبۍ کې د افغان سوداګرو اتحاديې رئيس ښاغلي عبیدالله صدرخیل، د وزارتونو معینانو، د ښځو او کانونو او صنعت اتاقونو مشرتابه پلاوو غړو، د بانکونو اتحاديې رئیس او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو په ګډون د کابل سرینا هوټل کې ترسره شوه.

ښاغلي احمدیار د افغان – امریکا د سوداګرۍ خونې د مسوولینو د راتګ هرکلی وکړ او په اوسنیو شرایطو کې یې د امنیت د تامین، د اداري فساد نشتون، د قوانینو او ملاتړو تګلارو شتون په هېواد کې د پانګونې لپاره یو ښه فرصت وباله او د افغان-امریکا ګډ اتاق له مسؤلینو يې وغوښتل چې امریکايي پانګوال وهڅوي څو په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ټولو په کور دننه او بهر څخه راغلو سوداګرو ته ښه راغلاست ووایه او په لویو زیربنایي سکتورونو، کانونو، ټرانسپورټ، د کرنې د میکانیزه کیدو، روغتیا او انرژۍ په برخو کې يې د حکومت له لوري د لازمو آسانتیاوو رامنځته کیدو ډاډ ورکړ او له ښاغلي جيفري څخه يې وغوښتل چې د افغانستان اصلي انځور خپلو ټولو هېوادوالو ته ور وپيژني.

د ترانسپورت وزارت سرپرست دغه وزارت د هېواد د ترانزیت او ترانسپورت په برخه کې یو ستر ملاتړی وباله او د هېواد د لویو هوايي ډګرونو په ځانګړي ډول د هرات، کندهار او مزارشریف هوايي ډګرونو د بیا معیاري کېدو غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي عبیدالله صدرخېل د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو سره د حکومت له همکاریو څخه د مننې په ترڅ کې په زیربنایي برخو کې د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د ګډې پانګونې غوښتنه وکړه.

جیفري ګریکو د هېواد د سوداګرو او پانګوالو د خبرو او ستونزو له اورېدو وروسته په افغانستان کې پانګونې ته د امریکايي سوداګرو د هڅولو، له نړیوال بانک څخه د کنګل شویو پیسو د خلاصون، د سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو په برخه کې د خپلو هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه او د سیمې په کچه د ګڼو پروګرامونو په جوړولو يې خوښي څرګنده او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې د سوداګرو لپاره د سوداګرۍ په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

چهارشنبه، وږي ۱۵مه، ۱۴۰۲