د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د غذا ملي ادارې له عمومي رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د خوست ولایت له یو شیر سوداګرو او پانګوالو په ملتیا د غذا او درملو ملي ادارې له عمومي رئیس ښاغلي عبدالباري عمر سره لیدنه ترسره او د یاد ولایت د سوداګرو ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د غذا، روغتیا او ښکلا برخه کې د معیاري لابراتوار او ګمرک نه شتون یادونه وکړه او د ښاغلي عمر څخه يې په دی برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي عمر ښاغلي مهمند او ورسره ملګرو سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو وروسته، په یاد برخه کې د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

پنجشنبه، وږي ۱۶مه، ۱۴۰۲