خصوصي سکتور د عامې روغتیا وزارت سره د درملو مرسته وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال محترم محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامې روغتیا مالي او اداري معین په حضور کې، د وحدت خیریه بنسټ له لوري د دوه لاریو مرستندویه درملو مرسته چې د دولتي روغتونونو لپاره شوې وه، دغه وزارت چارواکو ته وسپارله.

ښاغلي مهمند د وحدت خیریه بنسټ له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې د روغتیا سکتور د هیواد یو له مهمو سکتورونو څخه وباله او ژمنه یې وکړه چې د دغه وزارت له روغتونونو او کلینیکونو سره د لازیاتو مرستو په برخه کې به د سوداګرو د هڅونې په برخه کې به لا زیاتې همکارۍ وکړي. نوموړي د درملو له ټولو واردونکو څخه وغوښتل، چې د نړيوالو نورمونو او معيارونو سره سم د هېواد بازارونو ته باکيفيته درمل وارد کړي.

ښاغلي الکوزي درمل واردوونکي د روغتیا وزارت سره همکار وبلل او ویې ویل: د دې وخت رارسېدلی چې د هېواد ټول سوداګر په ځانګړې توګه د وارداتي او درملو د خدمتونو په برخه کې له دغو وزارتونو سره ښه همکاري ولري او د دغه وزارت له مسوولینو یې وغوښتل چې د روغتیایی خدماتو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو لپاره په لیرې پرتو ولایتونو کې خپلو هیوادوالو ته آسانتیاوې رامنځته کړي.

د عامې روغتیا وزارت مالیې او اداري معین د هېواد د خصوصي سکتور د ښو هڅو او همدارنګه د وحدت خیریه بنسټ له بشردوستانه مرستو مننه وکړه او له دغه وزارت سره یې د خصوصي سکتور د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

پنجشنبه، وږي ۱۶مه، ۱۴۰۲