د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د جاپان سفیر سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په افغانستان کې د جاپان له سفیر ښاغلي تاکاشي اوکادا سره په یوه رسمي ناسته کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ارزونې په موخه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې ښاغلي مهمند د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په لاره کې شته ستونزو او ننګونو ته په تفصیل سره اشاره وکړه او ویې ویل چې افغانستان له جاپان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او چمتو دی چې له دې لارې لا زیاتې سوداګرۍ او پانګونې ته زمینه برابره کړي. هغه دغه راز د سوداګرۍ په لاره کې د پرتو خنډونو لرې کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زياتې سوداګرۍ د هڅونې په موخه د سوداګريزو ويزو په صادرولو کې د اسانتياوو رامنځته کولو لپاره اړین وبلل.

ورپسی، جاپان ته د افغان سوداګریز پلاوي د سفر مسله راپورته شوه. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د جاپان د سوداګرۍ خونې له غړو او په جاپان کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له استازو سره د لیدنې لپاره د افغانستان د سوداګرۍ اتاق چمتووالی اعلان کړ او دغه ناستې یې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې مهمې وبللې.

همدارنګه ښاغلي مهمند ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ټولیز امنیت او سولې تامین، په دولتي ادارو کې د فساد نه شتون، د کوکنارو د کښت مخنیوی او سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کول په افغانستان کې د پانګونې لپاره خورا مهم فرصتونه رامنځته کړي دي. هغه څرګنده کړه چې دغه بدلونونه او هڅې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د لا زياتو مناسبو شرايطو د رامنځته کولو لپاره ډېر حياتي او بنسټيز دي.

د غونډې په پای کې د جاپان هېواد سفیر ښاغلي تاکاشي هم له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د دغه هېواد د ژمنو ډاډ ورکړ او په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې یې د لازمو همکاریو لپاره چمتووالی وښود. نوموړي د سوداګرۍ د اسانتيا او د پانګونې لپاره د مناسبو شرايطو رامنځته کول مهم وګڼل او د افغانستان خصوصي سکتور ته يې بلنه ورکړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاريو د لا پياوړتيا لامل شي.

د دې ناستې په پایله کې د افغانستان او جاپان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د همکاریو او مشورو د دوام او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل او د سوداګرۍ د اسانتیا په برخه کې د ګډو هڅو پر دوام هوکړه وشوه.

پنجشنبه، وږي ۱۶مه، ۱۴۰۲