د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د عامې روغتیا وزارت درملیزو خدماتو کنفرانس کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د ګمرکونو معین او د لوړو زدکړو سرپرست په حضور کې، د عامې روغتیا د درملو د خدمتونو په اړه په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ او د روغتیا سکتور د ستونزو، په کور دننه د درملو تولیدي شرکتونو ملاتړ او د کورنیو درملو د استعمال په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلي مهمند د روغتیا سکتور د هېواد یو له سترو او مهمو سکتورونو څخه وباله او د کرونا بحران پر مهال یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د ډاکټرانو د څلورویشت ساعته هلو ځلو قدرداني وکړه او د کورنیو درملو په ملاتړ، ګټې اخیستنې او د هېواد په صنعتي کیدو يې ټینګار وکړ.

د مدیره پلاوي لومړي مرستيال د نړۍ له هېوادونو سره د سوداګرۍ او پانګونې اړيکې د داخلي ګټو د رعايت او د ملي ارزښتونو د تعريف پر بنسټ وبللې او په هېواد کې د ټولیز امنیت شتون، د کوکنارو نه کرکیله او د اداري فساد نه شتون يې په هېواد کې د سوداګرۍ چټکتیا لپاره اساسي فرصتونه وبلل.

هغه د درمل جوړولو د چارو د ادارې له مشرتابه څخه وغوښتل چې د درملو د خدمتونو د کړنلارې په برخه کې د لازمو اسانتیاوو برابرولو ته جدي پاملرنه وکړي او د افغانستان له خلکو یې وغوښتل چې له کورنیو درملو څخه کار واخلي او په دې توګه د کورنیو صنعتونو ملاتړ وکړي.

چهارشنبه، وږي ۱۵مه، ۱۴۰۲