د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د سپن بولدک له نوي مشرتابه سره لیدنه ترسره کړه

د سپین بولدک سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس او د مشرتابه پلاوي غړو يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي توکل احمدیار سره د دوشنبې په ورځ د مدیره پلاوي په دفتر کې لیدنه ترسره او د سپین بولدک اتاق مشرتابه په کچه يې د بدلونونو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي احمدیار او د اتاق مشرتابه پلاوي نورو غړو د سپین بولدک سوداګرۍ او پانګونې اتاق نوي مشرتابه ته مبارکي وویله او د یاد ولایت د خصوصي سکتور غړو ته د لا  ښه خدمت کولو برخه کې يې دوی ته لازمې لارښوونې وکړې.

سه شنبه، وږي ۱۴مه، ۱۴۰۲