د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دوه ویشتمه ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دریمې دورې دوه ویشتمه ناسته د اتاق د عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په مشرۍ او د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د اتاق د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، آذرخش حافظي، عصمت الله وردګ، ذکریا بریالي، محمد داود یوسفزي، محمد ګردیزي، سید پرویز سادات هوفیاني، جان آقا صادقي، ضیاءالدین اچکزي، بهادر خیرخواه، احمد شکیب احمدیار او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د اتاق عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک په ګډون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي په دفتر کې ترسره شوه.

په اجنډا کې شاملې موضوعګانې، د اجرائیه کمېټې یو ویشتمې ناستې مصوبات او صورت جلسې لاسلیک ګډون والو ته د ښاغلي خان محمد سرفراز باز لخوا وړاندې کړی شول.  

ورپسی د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک د عامل پلاوي راپورونه د ناستې ګډونوالو ته وړاندی کړل او د مدیره او عامل پلاوو وړاندیزونو په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته، لازمې پریکړې ونیول شوې.

یکشنبه، وږي ۱۳ مه، ۱۴۰۲