د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لخوا د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان د سوداګرۍ د وضعیت په اړه د ترسره شوې سروې پایلې اعلان شوې

د ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړۍ نیمایي کې، د افغانستان د سوداګرۍ د وضعیت د سروې پایلې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پالیسۍ او سوداګرۍ د پراختیا خدمتونو ډيپارټمنټ لخوا ترتیب او په لاره اچول شوې وه چې په کې، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالسلام کوهي، یو شمیر سوداګرو او پانګوالو او د اتاق د مختلفو ډیپارټمنټونو مسؤلینو په حضور کې، د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې اعلان شوې.

ښاغلي خان جان الکوزي په دغه پروګرام کې ګډون کوونکو سوداګرو او پانګوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د یادې سروې د پیل په برخه کې د عامل پلاوي له هڅو څخه خوښي څرګنده کړه او په راتلونکي کې یې د هر اړخیزې سروې په پیلولو ټینګار وکړ.

ښاغلي میرویس هوتک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور ملاتړې اداره وبلله او ویې ویل "له نېکه مرغه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مسوولینو په پنځو زونونو او پنځو سکتورونو کې چې ساختماني، تولید، سوداګرۍ، کرنې او امنیت په برخه کې سروې کړې ده او هغه شمیرې او ارقام يې راټول کړي چې په هیواد کې د عمومي وضعیت د ښه والي ښکارندويي کوي.

ياده شوې سروې د پالیسۍ او سوداګرۍ پراختیا خدمتونو سرپرست آمر ښاغلي عین الله صافي له لوري د معلوماتي او مفصل پريزنټېشن په ترڅ کې ټولو سوداګرو او پانګوالو ته وړاندې شوه. د وړاندې شوې سروې او د هغې د جزیاتو په اړه د ګډون کوونکو سوداګرو پوښتنو ته د اتاق د مشرتابه او عامل پلاوي مسؤلینو له خوا د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول.

یکشنبه، وږي ۱۲مه، ۱۴۰۲