د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د ترکيې د اسام ادارې له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهنمد، د اتاق دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په حضور کې، د ترکيې د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د اسام ادارې له اوسني رئیس ښاغلي موسی سردار سلیبي سره لیدنه ترسره، او د سوداګریزو اړیکو پراختیا، پانګونې او د ویزو د صدور برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي احمدیار د اتاق مرکزي دفتر ته د ترکیې د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د اسام ادارې اوسني رئیس هرکلی وکړ او د ترکیې او افغانستان ترمنځ یې د ډېرو ښو او دوستانه اړیکو یادونه وکړه. هغه د سوداګرۍ او پانګونې بهیر ګړندۍ کول د دواړو هېوادونو په ګټه وګڼل او د اسام ادارې له رئیس څخه یې وغوښتل چې ترکي سوداګر وهڅوي چې له افغان سوداګرو سره ګډې پانګونې وکړي.

ښاغلي محمد یونس مهمند ښاغلي موسی ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق فعالیتونه او لاسته راوړنې تشریح کړې او له ترکیې څخه یې له افغان سوداګرو سره د هراړخیزو همکاریو په ځانګړې توګه د ویزو په ورکړه کې مننه وکړه.
نوموړي ترکیې ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات ورکړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

ښاغلي خان جان الکوزي ترکیه د ګډو دیني او کلتوري ارزښتونو په لرلو سره د دوست هېواد په توګه یاده کړه او د اسام ادارې له رئیس څخه یې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د لازمې همغږۍ په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

د اسام ادارې رئیس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه د خبرو له اورېدو وروسته، په تېرو دوو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د اړيکو د پياوړتيا په برخه کې د اتاق له هڅو څخه خوښي څرګنده کړه او د ګډو پانګونو په رامنځته کولو او سوداګرۍ پراختیا برخه کې يې د دواړو لورو په لا زیاتو هڅو ټینګار وکړ.

یکشنبه، وږي ۱۲مه، ۱۴۰۲