د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO) په اړه عامه پوهاوي پروګرام جوړ کړ

افغان خصوصي سکتور ته د سوداګرۍ نړیوالې ادارې په اړه د عامه پوهاي پروګرام د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د افغانستان د سوداګرۍ سازمان رئیس ښاغلي عبدالوکیل مسلم، د اتاق د مختلفو ډيپارټمنټونو مسؤلینو او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو په حضور کې ترسره شو.
 
ښاغلي احمد ضیا عظیمي شینوزاده د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او د خصوصي سکتور د خبرتیا او د سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې یې د دا ډول پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه او د سوداګرو څخه وغوښتل چې د دې سازمان ویب پاڼه کاروي.

ښاغلي میرویس هوتک په دغه پروګرام کې ښاغلي مسلم او ټولو سوداګرو او پانګوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل "افغانستان هر کال شاوخوا ۴۵ زره امریکایي ډالره د سوداګرۍ سازمان (WTO) غړیتوب فیس تادیه کوِي.
نوموړي د هېواد په ولایتونو او ولسوالیو کې د سوداګرو د خبرتیا او د هغوی د سوداګرۍ په بهیر کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د ورته پروګرامونو په جوړولو ټینګار وکړ.

ښاغلي عبدالوکیل مسلم په دغه پروګرام کې برخه والو سوداګرو او پانګوالو ته د سوداګرۍ نړیوالې ادارې د تاریخ، اهدافو، صادراتو، وارداتو، د تعرفو د نشتوالي، د سوداګرۍ د بهیر د ګړندي کولو د اسانتیاوو، د دغه سازمان د پالیسۍ، د دغه سازمان د همکاریو د تړونونو، هېوادونو ته د صادراتو د اعتبار او د دغه سازمان اړوند نورو مسایلو په اړه د معلوماتي پریزنټیشن په ترڅ کې مفصل معلومات وړاندې کړل.

چهارشنبه، وږي ۸ مه، ۱۴۰۲