د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د کابل سون توکو او اوبلن ګاز اتحاديې له مشرتابه سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د کابل سون توکو او اوبلن ګاز اتحاديې له مشرتابه ښاغلي نجیب الله جلالزي سره لیدنه ترسره او د هېواد لویو لارو، مالیاتو او نورم او سټنډرډ برخو کې د سون توکو او اوبلن ګاز واردوونکو ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي جلالزي د هېواد په لویو لارو کې د لوړ تناژ تلو زیاتوالی، د سون توکو په وارداتو د مالیاتو لوړوالی، د سالنګ لويې لارې مناسب بدیل لټول، د نورم او سټنډرډ ادارې لخوا د سون توکو په څو ځلي کنترول او یو شمیر نور مسایل يې خپلې بنسټیزې ستونزې یادې کړې او د حل په برخه کې يې د اتاق د مدیره پلاوي د لومړي مرستیال د همکارۍ غوښتنه وکړه.
سربیره پردی، ښاغلي جلالزي له حکومت څخه وغوښتل چې په متعددو ځایونو کې د لوړ تناژ تلې حذف او په هر ولایت کې یوه پایه د لوړ تناژ تله نصب کړي.

ښاغلي مهمند د سون توکو او اوبلن ګاز واردوونکو له خبرو اوریدو وروسته، د دوی دوه کلنې هڅې وستایلې او د هېواد په بندرونو کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کیدو، د ماليې وزارت لخوا د مالیې په کموالي او په واحد ډول د ماليې په ورکړه ټینکار وکړ.

ښاغلي مهمند د سون توکو او اوبلن ګاز له واردونکو وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري څو د حل په موخه د اړوندو دولتي ادارو سره شریکې کړې شي.
ښاغلي مهمند د ماليې وزارت ګمرکونو له معین سره د ټیلیفوني اړیکې له لارې د سون توکو او اوبلن ګاز واردوونکو ستونزې شریکې او د حل غوښته يې وکړه.

د ګمرکونو معین د هېواد په ګمرکونو او ماليې برخه کې د شته ستونزو حل ژمنه وکړه.

سه شنبه، وږي ۷مه، ۱۴۰۲