د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د افغانستان لپاره د برتانیې د سفارت له شارژدافیر سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت له شارژدافیر ښاغلي روبیرت چترت دیکسن سره وکتل او د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې يې د اقتصاد په برخه کې د بنسټیزو بدلونونو، سوداګرۍ، پانګونې، مالي او بانکي سکتورونو او د افغانستان پر روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي احمديار په هېواد کې د خصوصي سکتور د پياوړتيا او د بهرنۍ پانګونې د جلبولو په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعاليتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او عمومي شرايط يې د سوداګرۍ او پانګونې د بهير د ګړندي کولو لپاره مناسب وبلل.
 نوموړي د خصوصي سکتور د ځینو ستونزو په ځانګړي ډول د سوداګرو د پیسو د لېږد او د ویزو د ورکړې د ټرانزیټ، کانونو استخراج او انرژۍ تولید په برخو کې د شته فرصتونو یادونه وکړه او د بهرنیو هېوادونو پر همکاریو یې ټینګار وکړ.

ښاغلي ډیکسن د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د خبرو له اورېدو وروسته، د افغانستان خصوصي سکتور غړو د هڅو ستاینه وکړه او د افغانستان خلکو سره د مرستو، افغان خصوصي سکتور ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو او د هېواد اقتصادي رغښت لپاره يې د خپلو مرستو او همکاریو ژمنه وکړه.


دوشنبه، وږي ۶مه، ۱۴۰۲