د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریزو چارو مرستیال د ازبکستان له سفیر او یو شمیر سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د عامه اړیکو، صادراتو پراختیا او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټونو مسؤلینو د افغانستان لپاره د ازبکستان له سفیر ښاغلي یادګار خواجه یوف اکه او د یاد هېواد له یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګریزو همکاریو او د پانګونې له فرصتونو څخه د استفادې په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي مایل احمدي په افغانستان کې د ازبکستان سفیر او د دغه هېواد سوداګرو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې ازبکستان یو دوست، ورور او د ګډو کلتوري او دیني ارزښتونو لرلو هېواد وباله او د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړه لیکونو په لاسلیک او عملي کیدو ټینګار وکړ.  

ښاغلي مایل د ازبکستان له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، کرنې او کانونو په برخو کې شته فرصتونو ته په پام سره په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ښاغلي یادګار خواجه یوف اکه د سوداګرۍ اتاق د مرستیال د خبرو له اورېدو وروسته په تېرو دوو کلونو کې د اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخه کې د افغانستان د خصوصي سکتور د غړو هڅې وستایلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګونو او په دې برخه کې د عملي ګامونو پر اخیستلو يې ټینګار وکړ.

شنبه، وږي ۴ مه، ۱۴۰۲